افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ماموريت وغځېده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوالې شورا افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي، ریچارډ بېنټ  ماموریت د یو بل کال وغځېده.

ريچارډ بېنټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خوښ دی، څو د يو بل کال لپاره یې افغانستان کې خپل ماموریت وغځېده. ښاغلي بېنټ د خپل ماموريت غځېدلو هرکلی ترڅنګ ويلي، چې افغانستان کې به د بشري حقونو په برخه کې خپل کار ته په ژمنتيا سره دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، خوښ یم، چې افغانستان ته واستول شوم، څو له ټولو هغو کسانو سره کار وکړم چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کوي.

ريچارډ بېنټ څه موده وړاندې په افغانستان کې د طالبانو پر کړنو توندې نيوکې کړې وې او له هغوی يې غوښتي وو، چې د بشري حقونو قوانينو ته ژمن پاتې شي.

Back to top button