جمهوري‌ نظام کې د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی ومړ

د جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې غړی او د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر ډاکټر زلمی زابلی تېره شپه لس نیمې بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. 

د نوموړي د کورنۍ یوه غړي ځايي رسنيو ته ويلي، چې زلمی زابلی په کابل کې تېره شپه، لس نیمې بجې د سږو او بډوډو ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

ډاکټر زلمي زابلي د افغانستان جمهوري نظام پر مهال مشرانو جرګې کې دوه دورې د زابل ولسونو استازولي کړې او څو کاله په ياده جرګه کې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رئيس و. هغه همداراز ډاکټري لوستې وه او د طب هم جراح و.

Back to top button