د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي افغانان

اوچا وايي، افغانستان کې د سېلاوونو او زلزلې له امله ځپل شوي خلک لا هم د خیمو لاندې ژوند کوي.

اوچا يا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل يو تازه راپور کې ويلي، په افغانستان کې په زرګونو کسان چې وروستیو سېلابونو او زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه پورې په خېمو کې ژوند کوي.

اوچا همداراز ویلي چې، د ژمي په راتلو سره دوی د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستې ته اړتیا لري او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې کورنۍ یې د ژمي په جریان کې تر چت لاندې ژوند وکړي.

یوازې په پکتیکا او خوست کې د تېر دوبي مرګونې زلزلې په زرګونو کسان بې‌کوره کړي دي. تر دې وړاندې طالب سرپرست حکومت هم له نړيۍوالو څخه غوښتنه کړې وه، چې د طبيعي پېښو له کبله زيانمن شويو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

Back to top button