انډونيزيا کې د فوټبال لوبغالي کې فزيکي شخړه شوې
انډونیزیا کې د فوټبال لوبغالي کې فزيکي شخړه شوې، چې له امله يې لسګونه کسان مړه او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.
شخړه هغه مهال رامنځته شوې، چې د فوټبال د یوې سیالۍ له پای ته رسېدو وروسته د بایلونکې لوبډلې پلویانو پر لوبغالي برید وکړ او د ټېل ماټېل په پایله کې ۱۷۴ تنه مړه او تر ۳۰۰ زيات ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې پولیسو د وضعیت کابو کولو په خاطر اوښکې بهوونکی ګاز کارولی، چې له امله یې نندراچيان د وتلو دروازې په لور تښتېدلي او ګڼ شمېر یې تر پښو لاندې شوي.