حبيب سوداګریز بانک باندې تور پورې شوی

نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، چې د امریکا کې یوې محکمې د پاکستان تر ټولو سترسوداګریز بانک له ترهګرو سره په همکارۍ تورن کړی. 

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې په امريکا کې يوې محکمې د پاکستان ترټولو ستر سوداګريز (حبيب) بانک له ترهګرو ډلو سره پر همکارۍ تورن کړی دی.

راپور کې راغلي، پر حبیب بانک په مستقيم ډول له ترهګرو سره دهمکارۍ تور نه دی پورې شوی؛ خو ویل کېږي، چې دغه بانک دالقاعدې شبکې غړو ته خپل بانکي خدمات وړاندې کړي او ترهګرو ډلو په دې بانک کې له خپلو بانکي حسابونو څخه ګټه پورته کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې د حبیب بانک د دې همکارۍ له امله په پاکستان کې ګڼې ترهګرې ډلې قوي شوي دي. يادې سرچينې همداراز ويلي، چې حبیب بانک قصداً داسې اقدامات کړي دي، چې د ترهګرو ډلو سره تړلي مشتریان له نړیوالو بندیزونه څخه وژغورل شي او د داسې کار کولو سره حبیب بانک د ترهګرو بریدونو په دسیسو کې شریک شوی دی.

د محکمې د تورونو له مخې، د حبیب بانک د دغه ډول کړنو له امله چې ترهګریز بریدونه شوي، په ترڅ کې یې ۳۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو د پاکستان حبیب بانک د امریکايي محکمې دغه تورونه رد کړي دي.

Back to top button