اوچا: افغانستان کې روان وضعيت د اندیښنې وړ دی

اوچا وايي، روان وضعیت د اندیښنې وړ دی او افغانستان په پراخه کچه بشري مرستو ته اړتيا لري. 

اوچا يا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ويلي دي، چې افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې په يوه ټويټ پيغام کې ويلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا‌ لري.

اوچا پر نړۍوالو بنسټونو غږ کړی، چې په افغانستان کې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره عاجله مرسته وکړي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان کال د بشري اړتياوو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، چې د اوچا په وینا تر اوسه یوازې ۱،۹ ملیارډ ډالره ترلاسه شوي دي.

Back to top button