ناسا په فضا کې د يو کاڼي مسير بدل کړی

ناسا وایي، چې د لومړي ځل لپاره يې د يوه اسماني کاڼي د مسير بدلولو بريالۍ تجربه ترسره کړه.

ناسا ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې کاڼي پر لور يې تېر کال يو راکټ ور لېږلی و، چې بلاخره يې پرون ورسره ټکر وکړ او دا يې د يوه اسماني کاڼي د مسير بدلولو لومړنۍ تجربه په برياليتوب سره سرته ورسوله.

ناسا وايي، چې دا کاڼی له ځمکې څخه ۱۱ ميليونه کيلومټره لېرې و او له ځمکې سره يې د ټکر احتمال هم نه درلود، خو يوازې د يوې د تجربې په لپاره یې د دې کاڼي د مسير بدلولو هڅه وکړه.

پر ځمکه د اسماني کاڼو را لوېدل څه نوې خبره نه ده، بلکې په ۲۰۱۳ کې پر روسيه يو اسماني کاڼی را لوېدلی و، چې سلګونه کسان يې وژلي او سلګونه نور يې ټپيان کړي وو، نو له همدې امله ناسا هڅه کوي، چې د ځمکې پر وړاندې دغه ډول ګواښونو ته سر له اوسه چمتوالی ولري.

Back to top button