د کابل ښاریان د اوبو له کمښته شکایت کوي

یو شمېر کابل ښاریان په دغه ښار کې د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابل ښار د کارته اریانا اوسېدونکی حاجي سرور چې کور یې د غره پر سر دی، هره ورځ د څښاک د پاکو اوبو د راوړلو لپاره له غره څخه په خورا ستونزو ښکته کېږي او کورته اوبه راوړي.

نوموړی وايي چې د بې وزلۍ او کمښت له امله اوبه نه شي اخیستلی او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي چې د څښاک اوبه ورته برابرې کړي.

د یادې سیمې یو شمېر نور اوسیدونکي وایي، چې له پخواني حکومت څخه یې هم په وار وار د یادې ستونزې د حل غوښتنه کړې خو مسوولینو په دې تړاو جدي اقدام نه دی کړی.

 

Back to top button