بخښنې نړۍوال سازمان: ايران کې لسګونه لاريون کوونکي وژل شوي

د بخښنې نړۍوال سازمان په ایران کې د روانو لاريونونو په اړه په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي چې په روانو لاريونونو کې تر دې دمه لږترلږه ۳۰ لاريون کوونکي وژل شوي دي.

همداراز د بخښنې سازمان ویلي، چې په وژل شویو کې ۲۲ تنه نارینه، څلور ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د لاريونونو پرمهال د نورو وژل شویو کسانو په اړه هم سمه څېړنه کوي او باور دا دی، چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي.

د راپورونو له مخې، د تېرو څو ورځو راپدیخوا د ایران بېلابېل ښارونه د اوسني اخوندي حکومت پر ضد د لاریونونو شاهدان دي، چې د مهسا امیني د مړینې په اعتراض کې پیل شوي دي.

ایران کې په پراخه کچه د خبریالانو نیول او پر انټرنټ محدودیت لامل شوی، چې دغه هېواد کې د لاريونونو وروستي تحولاتو څخه خبر رسول ستونزمن شي.

Back to top button