هندوستان کې شديد توفان لسګونه کسان وژلي

د هندوستان په شمال کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د سخت توفان له امله لسګونه کسان مړه شوي دي. 

هندي رسنۍ خبر ورکوي، چې د هېواد په شمال کې يې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د سخت توفان له امله نږدې ۳۶ تنه مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

سرچينې د خپل هېواد چارواکو له قوله وايي، چې په دې ډله کې ۱۲ کسانو د تالندې له امله خپل ژوند بايللی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ويل کېږي، چې په راروانو ورځو کې به توفان او د اورښتونو شدت لا پسې زیات شي.

همداراز په شمالي ایالت اترا پردېش کې ۲۴ کسان هغه وخت مړه شول، چې کورونه یې تر سختو اورښتونو وروسته ونړېدل. په دغه ایالت کې د یوې اوونۍ په موده کې د تالندې له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.

Back to top button