امريکا له افغانستان سره د نوې مرستې اعلان وکړ

امريکا افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲۷ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. 

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوې تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام د ۳۲۷ ميليونه ډالرو نوره مرسته کوي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له له دې  پیسو ۱۱۹ میلیونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د نفوسو، کډوالو او بې ځایه شویو ادارو او ۲۰۸ ميليونه ډالره یې دنړۍوالې پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت زياتوي، له کوم وخت راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، امریکا تر دې دمه ۱،۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د سرچينې په وينا، متحده ايالات له افغانانو سره د خپلو مرستو په تړاو ژمنه ده او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي دي، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه وركړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې مرستو څخه به اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکول کيږي او همداراز د روغتيا، راستنیدونکو خلکو او نورو برخو کې به هم ترې ګټه اخيستل کېږي.

Back to top button