Trending

کابل کې نننۍ چاودنې ۷ تنه وژلي او لسګونه ټپیان دي

د طالب سرپرست حکومت د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د کابل په نننۍ چاودنه کې ۷ کسان مړه او ۴۱ نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه څخه د راوتو په حال کې وو.

همدا راز ځايي سرچينې زياتوي، چې د کابل وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته څوارلس تنه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي، چې څلور تنو يې ساه ورکړې ده او د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې ته شوې، چې ټول قربانیان یې لمونځ کوونکي او عام وګړي دي.

Back to top button