افغانستان لپاره‌ د امريکا، م.م او اروپايي ټولنې نوی وړاندیز

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې افغانستان کې د ټول شموله حکومت، ملي مذاکراتو او سياسي سيستم رامنځته کول اړين دي.

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو په دغه هېواد کې تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د يوه باوري ټول شموله حکومت، ملي مذاکرات او سياسي سيستم رامنځته کول اړین بللي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروې او بريتانيا ځانګړو استازو په واشنګټن کې ځانګړې ناسته کړې ده.

سرچينې زياتوي، په دې ناسته کې چې د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وشو، پکې د جاپان، قطر، سویس، او یوناما استازو هم کډون درلود. دامريکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددې ناستې ګډونوالو په پای کې ۱۵ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپره کړه.

په پرېکړه ليک کې راغلي، په دې ناسته کې د يو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه پر سرغړونو ژورنه اندېښنه وښوده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د وروستيو حالاتو او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د وروستي راپور هرکلی وکړ.

Back to top button