هلمند کې يو ماشوم څاه ته لوېدلی

سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په هلمند کې دا ځل بیا یو ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی دی.

د هلمند ولايت سيمه ييزې رسنۍ راپورونه ورکړي، چې د دې د نادعلي ولسوالۍ د شنې جامع په سیمه کې يو ماشوم د برمې ژورې څاه ته لوېدلی.

سرچېنې زیاتوي، چې برمې ته لوېدلی ماشوم نجلۍ ده او اوس مهال یې د ايستلو لپاره هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ياد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې هم یو پنځه کلن هلک ۱۱۰ متره ژورې د برمې څاه ته لوېدلی و، خو د څو ساعتونو وروسته يې خپل ژوند بايللی و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې ورته پيښې رامنځته شوي دي، چې خلک یې لامل د کورنیو غفلت ګڼي.

تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ټولو خلکو څخه غوښتي و چې د ورته پېښو مخنیوي لپاره د خپلو ژورو څاه ګانو «برمو» سرونه پټ کړي.

Back to top button