شمالي وزیرستان کې بریدګرو پاکستانی عسکر وژلی

په شمالي وزیرستان کې د بریدګرو له لوري په برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، له افغانستان سره کرښې ته نږدې د خېبر پښتون‌ خوا په شمالي وزیرستان کې د وسله‌وال بریدګرو په یوه برید د پامستاني پوځ یو عسکر وژلی دی.

سرچینې وایي، چې نن سه‌شنبه د سپټمبر په ۲۰ وسله‌والو د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی چې په پایله کې یې یو پاکستانی عسکر وژلی دی.

د په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم له ډېورنډ فرضي کرښې سره د خېبرپښتون‌خوا په خُرم نومې سیمه کې په وسله‌وال برید کې دری پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو له لوري پر پاکستاني عسکرو بریدونو زور اخیستی دی.

Back to top button