افغان نجونې د نړۍوالو سیاستونو مه قرباني کوئ

د افغانستان روباټونو جوړوونکي ډلې پخوانۍ مشره سمیه فاروقي وايي، چې افغان نجونې د نړۍوالو سیاستونو مه قرباني کوئ.

د افغانستان د روباټ جوړوونکو ډلې پخوانۍ مشرې سميه فاروقي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې ويلي، چې افغان نجونې به د زده‌کړو بنديزونو په تړاو غلې پاتې نه شي او له نړۍوالو يې هم غوښتنه کړې، چې د سياستونو له وجې دې دوی نه قرباني کوي.

نوموړې زياته کړې، افغان نجونې حق لري زده‌کړې وکړي او مه پرېږدئ چې هېواد مو زموږ د هيلو او موخو لپاره ګورستان وګرځي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د تېرې ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش، د ښځو پښتنې فعالې ملالۍ يوسفزۍ او يو شمېر نورو فعالينو هم پر افغان نجونو د زده‌کړو بنديزونو اړوند ويناوې وکړې.

دوی په ګډه له طالبانو وغوښتل چې، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

Back to top button