پاکستان له انګلستان سره ۷ شل اوریزه سیالۍ لري

سبا د انګلستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربتوب د ۷ شل اوريزو سياليو لړۍ پيليږي. 

د انګلستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۷ شل اوريزو سياليو لړۍ سبا ماښام د سپټمبر په ۲۰مه د پاکستان کراچۍ ښار کې پيلېږي او د اکتوبر تر دويمې نېټې به دوام ولري.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله ۱۷ کاله وروسته څو ورځې وړاندې پاکستان ته رسېدلې او هلته د دغه هېواد پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره په تمريناتو بوخته ده.

Back to top button