ولي هوتک له اذربايجاني سيال سره لوبه لري

د ازادو سياليو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک له اذربايجاني سوک وهونکي سره سیالي لري.

د افغانستان د ازادو سياليو اتل لوبغاړی احمد ولي هوتک سبا شپه د خپل قوي اذربايجاني سيال علي محمدوف پر وړاندې په لومړي ځل د روسیې مسکو ښار کې د سوک وهنې سيالۍ لپاره د لوبې ميدان ته کښته کېږي.

د معلوماتو له مخې، د هغه اذربايجاني سيال ۲۲ سيالۍ ترسره کړي او همداراز د خپل هېواد په کچه دويم مقام له ځان سره لري.

احمدولي هوتک پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې سبانۍ لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لري او له خپلو هېوادوالو يې هيله کړې، چې ملاتړ او دعاوې ورته وکړي، څو دا سيالي يې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده،‌ چې علي محمدوف يو قوي سوک وهونکی دی‌، خو هوتک د لومړي ځل لپاره د سوک وهنې سیالي تجربه کوي.

Back to top button