لوګر کې د کانکور د ازموینې د کارتونو وېش پیل شو

په لوګر کې د عمومي کانکور د ازموینې کارتونو وېش پیل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال د عمومي کانکور ازموینې پر ۲۲۷۴ تنو داوطلبانو د کانکور ازموینې د ګډون کارتونو د وېش لړۍ پیل شوه.

هغوی زیاتوي، چې د کانکور د ازموینې کارتونه د ازموینو ملي ادارې له لوري لوګر ته لېږل شوي، چې د دولسمو ټولګیو ۲۲۷۴ تنو فارغانو ته چې ۲۴۳ یې نجونې او ۲۰۳۱ یې هلکان دي ووېشل شي.

د کانکور ازموینې ملي ادارې د لوګر د عمومي کانکور ازموینې د ګډون والو د بایومیټریک لپاره د راتلونکې تلې میاشتې ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ او د ازموینې د اخیستو لپاره د همدې میاشتې ۱۴ مه او ۱۵ مه د پنجشنبې او جمعې ورځې ټاکلي دي.

Back to top button