د کونړ له روغتون څخه تښتول شوی ماشوم وژغورل شو

د کونړ له روغتون څخه تښتول شوی ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو څخه وژغورل شو خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کونړ ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ د کونړ روغتون څخه يو نوی زېږېدلی ماشوم انسان تښتوونکو تښتولی و، خو یاد ماشوم نن د طالب ځوکونو له لوري د انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د سرپرست حکومت د کونړ چارواکي زیاتوي، چې د یاد ماشوم په تړاو يې يو نارينه او يوه مېرمنه نیولي دي.

تر دې مهاله څرګنده نه ده چې نیول شوي کسان له کومې ډلې سره تړاو لري او دا ماشوم یې د کوم هدف لپاره تښتولی و.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې سلګونه ماشومان د انسان تښتونکو له لوري اختطاف شوي، چې په بدل کې یې له کورنۍ څخه د نغدو پیسو غوښتنه شوې ده.

Back to top button