Trending

میدان وردګ کې د خلکو کورونه سوځېدلي

له تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان‌ وردګ په چک ولسوالۍ کې د خلکو کورونه په اور کې سوځي چې محلي مسوولین یې تر دې مهاله په مهارولو پاتې راغلي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو د وزارت مسوولینو سرچینې ویلي، چې د میدان‌ وردګ کې د اورلګېدنې د څېړنې لپاره دغه ولایت ته پلاوی لېږل شوی دی.

هغوی دغه راز زیاته کړې، چې د ځايي اوسېدونکو معلوماتو او جوزجان او بدخشان کې د پیریانو له لوري اورلګېدنو ته په پام، امکان لري چې میدان‌‌وردګ کې هم د خلکو کورونه پیریانو سوځولي وي.

تر دې وړاندې په جوزجان او بدخشان کې هم د نامعلومو کسانو له لوري کورونو ته اور اچول شوی دی.

Back to top button