د کابل-جلااباد پر عمومي لاره ټرافيکي پېښه شوې

د کابل-جلااباد پر عمومي لاره ټرافيکي پېښې درې کسان وژلي او يو بل سخت ټپي شوی دی. 

د لغمان ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، چې تېره ورځ سهار د کابل-جلال‌اباد پر عمومي لاره د عزيز‌خان کڅ ته څېرمه د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل سخت ټپي شوی دی.

سرچينه د طالب سرپرست حکومت د لغمان والي د وياند مرستیال رفېع‌الله رفېع  له قوله وايي، چې دغه ټرافیکي پېښه د ټېلر، مارګلې او کرولا ډوله موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې، چې په نتيجه کې يې درې کسان مړه او يو بل سخت کس ټپي دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د ټپي روغتيايي وضعيت هم نازک ښودل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې کابل-جلال‌اباد عمومي لاره یوه له خطرناکو لارو شمېرل کېږي او وخت ناوخت پرې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي، خو مسوولان یې بيا لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

Back to top button