طالبانو له کابل ښار څخه سلګونه سوالګر ټول کړي

طالبان وایي چې له کابل څخه یې سلګونه مسلکي او حرفوي سوالګر ټول کړي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي، چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د سوالګرو راټولولو لړۍ په ترڅ کې یې ۶۹۰۰ سوالګر راټول کړي چې ډېری یې مسلکي او حرفوي سوالګر دي.

یوه دولتي سرچینه د رییس‌الوزرا د اقتصادي کمېسیون مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشري د سوالګرو د راټولولو کمېټې د چارواکو له قوله لیکلي، چې په راټولو شویو سوالګرو یې ۴۶۱۷ مېرمنې دي چې تر ارزونې وروسته ۱۲۳۱ مستحقې او پاتې یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په راټولو شویو ۵۷۹ نارینه سوالګرو کې ۱۶۴ مستحق او پاتې یې حرفوي سوالګر دي.

طالب سرپرست حکومت په داسې حال کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل کړې ده، چې واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.

Back to top button