طالبانو د ټيک ټاک او پابجي ګيم بندولو خبر ورکړی

طالب سرپرست حکومت د افغانستان ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټيک ټاک او پابجي ګيم بندولو لپاره ضرب الاجل ټاکلی. 

د طالب سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو سره په يوې ګډه ناسته کې، د ټیک ټاک او پابجي ګيم د د بندولو لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راځي، چې د مخابراتي شبکو د استازو سره په همغږۍ د هېواد ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټیک ټاک بندولو لپاره یوه میاشت او پابجي ګيم د بندولو لپاره درې میاشتې ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

Back to top button