ننګرهار کې د ناشناوایانو له لیسې سره مرسته وشوه

په ننګرهار کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ناشناوایانو او نابینایانو یاګونګیانو د لیسې له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت د مقام پخوانی ویاند عطاالله خوګیانی وایي، چې په یاده مرسته کې دغو زده کوونکو ته کتابچې او نور درسي توکي ورکړل شول.

خوګیاڼی زیاتوي چې ناشناوایانو په دې ليسه کې د 58نجونو په ګډون 210 تنه زده کوونکي دي چې 30 تنه يتيمان او 18 په کې ړانده هم دي.

خوګیاڼی دغه راز زیاتوي، چې په دې زده کوونکو کې داسې بې وزله زده کوونکي په کې هم شته چې د کورنۍ پنځه غړي يې ټول ګونګيان دي او له اقتصادي ستونزو څخه ډک ژوند پر مخ وړي.

هغه د هېواد له سوداګرو، مرستندویه بنسټونو او سرپرست حکومت څخه د دې لیسې د زده کوونکو لپاره د هر اړخیزو مرستو غوښتنه کړې ده.

Back to top button