اروپايي ټولنې تازه له افغانانو سره د طبي توکو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره د خپلو بشري مرستو په دوام کې ویلي، چې د بشري مرستو ۲۳مه جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده. 

اروپايي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له افغانستان سره يې د خپلو بشري مرستو پر دوام تازه ۳۷ ټنه د طبي توکو مرسته کړې او تېره ورځ کابل ته رسېدلې.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپليو سره د مرستې په موخه يې پنځه سوه زره یورو ځانګړې کړې دي.

همداراز يادې ټولنې ویلي، چې افغانان لا هم له ستر بشري ناورين سره مخ دي او دوی به ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته څ وروسته، دغه هېواد له روغتيايي او اقتصادي پلوه بې ساري ستونزو سره مخ شوی دی.

Back to top button