بدخشان کې ټرافيکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

د‌ بدخشان سيمې ييزې رسنۍ وايي، چې په دغه ولايت کې ټرافیکي پېښې یو ډاکټر وژلی او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. 

د طالبانو د بدخشان ولايت د یاوان ولسوالۍ امنیه قوماندان رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په سري دره سيمه کې یوه ډاډسن موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړک نه وتلې او چپه شوې ده.

هغه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د محمدانور په نوم د سيمې یو ډاکټر مړ شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچينه د بدخشان ولايت د امنيه قوماندانۍ له قوله وايي، چې په موټر کې شپږ کسان سپاره وو او یوه واده کې د ګډون لپاره دیگه ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې له دې پېښې سره مخ شول.

Back to top button