پکتیکا کې نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي

راپورونه وایي، چې په پکتیکا کې ۲۳ روغتیايي مرکزونه پرانېستل شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه ۲۳ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس د قابله ګانو په فراغت غونډه کې وویل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې یې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه روغتیايي مرکزونه پرانیستي دي.

د هغه په وینا، فارغو شویو قابله ګانو ۲۶ میاشتې تیوري او ۲ میاشتې یې عملي زده کړې کړې دي. هغه ټولو قابله ګانو ته سپارښتنه کړې، چې د مور او ماشوم د مړینې کچې راټیټولو لپاره په خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي.

د سرپرست حکومت د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس نه ده په ډاګه کړې چې یاد روغتیایي مرکزونه د کوم هېواد یا بنسټ له لوري جوړ شوي دي.

Back to top button