د اروپایي ټولنې د طبي مرستو بله جوپه کابل ته راورسېده

د اروپايي ټولنې د طبي توکو د مرستو د ۲۳مه جوپه کابل ته راورسېده.

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام په اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو ۲۳مه جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده.

اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیايي تجهیزات او درمل په کې شامل دي کابل ته لېږدول شوي دي.

اروپايي ټولنې دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان خلک اوس مهال، په لویه کچه بېړني بشري وضعیت کې دي. یادې ټولنې ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

Back to top button