د يوې کوچنۍ ليکوالې نوم ګېنس کتاب کې ثبت شو

متحده عربي اماراتو کې د الذهبي راشد ال ماهري په نوم ۸ کلنې ماشومې د يوه کتاب د ليکلو او ژباړې له کبله خپل نوم ګېنس کتاب کې ثبت او د نړۍ ترټولو کوچنۍ ليکوالې لقب يې ګټلی دی. 

دغه کتاب په انګليسي او عربي ژبو ليکل او چاپ شوی، چې په محتوا کې یې د لیکوالې د ژوند کيسې د هغې له بېلابېلو انځورونو سره راغلي دي.

ال ماهري د دې کتاب له ليکلو وروسته څو ورځې وړاندې د نړۍوالو ريکارډونو د ثبت ګېنس کتاب د ادارې له خوا تصديق پاڼه ترلاسه کړه او په دې سره د نړۍ ترټولو کوچنۍ ليکواله شوه، چې په  ياد ستر کتاب کې یې نوم ثبتېږي.

ال ماهري د ۲۰۱۴م کال د جولای په ۱۳مه زېږېدلې او همداراز ادعا کوي، چې تر شپږ کلنۍ پورې يې ۱۲۰۰ کتابونه مطالعه کړي دي. د ګېنس کتاب د دفتر د معلوماتو له مخې، هغې ۷ کاله او ۳۶۰ ورځې عمر لرلو، چې ياد کتاب يې د چاپ کړ.

Back to top button