عمران خان: هېواد کې راروان وضعيت ته نه چپ کېږم

عمران خان وايي، چې پاکستان کې راروان خرابېدونکی وضعيت ته چپ نه شم پاتې کېدای. 

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان تېره ورځ د خپل ګوند پلويانو ته د يوې وينا پر مهال ويلي، هېواد کې يې را روان وضعيت ته نور چپ نه شي پاتې کېدلی.

سرچينې همداراز وايي، چې عمران خان پاکستان کې د ټاکنو ژر تر ژره کېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې که ټاکنې ژر ونه شي، د صبر پر ځای به لاريون ته مخه کړي.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ او اوسني حکومت د عمران خان دغه څرګندونې غندلي او هغه يې د هېواد په تاوان ښودلي دي.

Back to top button