فاریاب کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

په فاریاب کې یوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

دغه پېښه تېره شپه د فارياب ولايت د خان چهارباغ ولسوالۍ د چتېپې په کلي کې رامنځته شوې ده.

په خان چهارباغ ولسوالۍ کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایي، چې د روزګل په نوم یوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې نجلۍ د نامعلوم دليل له مخې په خپل کور کې ځان را ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.
سرچینه زیاتوي، چې د دغې نجلۍ جسد د نورو څېړنو لپاره د اندخوی ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په اندخوى ولسوالۍ کې يوې څلوېښت کلنې مېرمنې ځان وژنه کړې وه.

Back to top button