لسګونه افغانان له جاپان څخه بېرته هېواد ته راستانه شول
لسګونه هغه افغانان چې د تخلیې په پروګرام کې جاپان ته تللي وو، د اقتصادي ستونزو له امله بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.
سرچینې وایي، چې شاوخوا ۱۷۰ کسان چې د تخلیې په پروګرام کې چاپان هېواد ته تللي وو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دا هغه افغانان او د کورنۍ غړي يې دي چې ډېرو یې په کابل کې د جاپان په سفارت کې دندې لرلې.
د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه یې ۹۸ تنو ته جاپان د کډوالۍ اسناد ورکړي خو ۵۸ نور کسان یې دامنيتي ګواښونو سره سره بېرته افغانستان ته او اوه نور کسان یې برېټانیا او امریکا ته کډوال شوي دي.
که څه هم جاپان د کډوالو دمنلو سخته تګلاره لري، خو بیا یې هم ۹۸ افغانانو ته د کډوالۍ اسناد ورکړی دي. جاپان ته تللو يو شمېر افغانانو ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دوی سره د اسنادو په ترلاسه کولو او اقتصادي برخه کې همکاري نه کوي، ځکه دوی اړ دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
تېر کال د اګسټ میاشت کې طالبانو کابل ونیوه چې له امله یې زرګونو افغانانو هېواد پرېښوده او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.