شهباز شریف: دوست هېوادونه پاکستان ته د سوالګر په سترګه ګوري

د پاکستان هېواد لومړی وزیر شهباز شریف وايي، پاکستان ته نږدې دوست هېوادونه د سوالګرو په سترګه ګوري.

د معلوماتو له مخې، شهباز شریف پرون په اسلام‌ اباد کې د وکیلانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، کله چې بل دوست هېواد ته ځم او یا پر ټلیفون خبرې ورسره کوم، داسې فکر کوي چې کواګې د پیسو سوال ته ورغلی یم و یا ترې د پیسو غوښتنه کوم.

د شریف په وینا، د پاکستان په پرتله په سیمه کې د کوچنیو هېوادونو اقتصاد پیاوړی شوی، خو پاکستان دا ۷۵ کلونو کېږي چې د سوال کاسه ګرځوي او پخوانیو واکمنانو د دغه هېواد په اقتصادي چارو کې هېڅ مثبت کار نه دی ترسره کړی.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان اقتصاد له پخوا له ستونزو سره مخ و، خو وروستیو سېلاوونو له ګڼو نورو ننګونو سره هم مخ کړی دی.

سږ کال سختو سېلاوونو پاکستان له مالي او ځاني اړخ سخت ځپلی دی.

Back to top button