کندهار کې د څارویو نوې ناروغي خپره شوې

په کندهار کې په څارویو کې د قوي په نوم نوې ناروغي خپره شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، په دې وروستيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د قوي په نوم يو ډول ويروسي ناروغي خپره شوې، چې زرګونه غواګانې او نور څاروي پرې اخته شوي او ګڼ شمېر يې مړه شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د حیواني روغتیا رئیس محمد فهیم سرچینې ویلي، چې تر اوسه ۱۷ زره څاروي مړه شوي او څه باندې سل زره څاروي په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاتوي، چې یاده ناروغي د کندهار په ۱۹ ولسوالیو کې خپره شوې، چې تر اوسه له ۹۰ زرو تر ۱۰۰ زره څاروي پرې اخته شوي دي.

Back to top button