نن د شانګهای سازمان غونډه پيلېږي

ټاکل شوې چې، نن په ازبکستان کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمېنځ غونډه جوړه شي.

په نننۍ غونډه کې به د شانګهای سازمان غړي هېوادونه ګډون کوي؛ خو طالب سرپرست حکومت ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د رسنيو د راپورونو پر اساس د دغه سازمان د نننۍ غونډې ګرم بحثونه به د اوکراین او افغانستان په روان وضیعت راڅرخي.

همداراز ويل کېږي، چې د شانګهای سازمان د دې غونډې مشري به د ازبکستان ولسمشر کوي، خو هغه تر دې غونډې وړاندې ویلي و، چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له مرسته او لاسنيوی وکړي.

هغه ويلي و، چې افغان ملت مرستو ته اړتيا لري او د دغه هېواد ثبات د سیمې لپاره خورا مهم دی؛ نو ټول هېوادونه دې په دې هکله په خپلو تګلارو کې يوه مهمه همغږي رامنځته کړي.

Back to top button