دوه افغان زلمي د اسیا کپ غوره لوبډله کې راغلي

اس پي ان کرېکټ په نوم يوې مشهوره وېب پاڼې د اسيا کپ سياليو وروسته د ټولو اسيايي لوبډلو له لوبغاړو څخه د کرېکټ يوه غوره لوبډله اعلان کړې ده. 

په دې لوبډله کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د دوه ځوانو توپ وهونکو رحمن الله ګربز او ابراهيم ځدران په ګډون په اسيا کې د کرېکټ له لوبډلو څخه غوره لوبغاړي اخيستل شوي دي.

د اس پي ان ويب پاڼې په دې ۱۱ کسيزه لوبډله کې دوه افغان، دوه هندي، درې پاکستاني او څلور هم سريلانکايي لوبغاړي شامل دي.

د اسيا کپ په سياليو کې رحمن الله ګربز او ابراهيم ځدارن هغه لوبغاړي وو، چې د نورو افغان لوبغاړو په پرتله ښه وځلېدل او د افغانستان لپاره يې ښه توپ وهنه وکړه.

د اسيا کپ سيالۍ د روان کال اګست په ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې پيل او د سپټمبر په ۱۱مه د سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې په اتلولې سره پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په دې سياليو کې دوه برياوو او درې ماتو سره مخ شو.

Back to top button