پاکستانۍ کلداره ورځ تر بلې خپل ارزښت بايلي

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې هېواد کې يې کلدارو د ډالرو پر وړاندې په بې سارې توګه خپل ارزښت بايللی دی. 

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د وروستيو سياسي کړکېچونو او همداراز سېلابونو له کبله پاکستانۍ کلدارو د  د ډالرو پر وړاندې په بې سارې توګه خپل ارزښت بايللی دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، دا مهال د هېواد اسعارو په بازارونو کې یو ډالر د ۲۳۲ پاکستانۍ کلدارو په بدل کې تبادله کېږي، خو په ورته وخت بيا د دغه هېواد سوداګر وایي، چې په آزادو بازارونو کې یو ډالر په ۲۴۰ روپیو په بدل کې تبادله کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان نوي صدراعظم ويلي وو، چې د سېلابونو له امله يې په هېواد د کرنې برخه ډېره زیانمنه شوې، اقتصاد ته يې درانه مالي زیانونه اوښتي او پر ترکيې يې غږ کړی، څو د خوراکي توکو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

Back to top button