اوکراین: پوځيانو مو زر ميله خاوره بېرته ونیوه

د اوکراین د روانې جګړې تر څنګ د ويلاديمير پوتين مخالفينو د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې. 

وروسته تر هغې چې، روسي پوځيانو له اوکراین څخه تېښته وکړه، نو په روسیه کې پراخې ناندرۍ راپورته شوي او د ولسمشر ویلادیمیر پوتین مخالیفینو د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د پوتین مخالفینو ويلي، چې هغه د هېواد چارې نه شي مدیریت کولای او بايد له خپلې دندې استعفاء وکړي.

له دې سره جوخت نړۍوالې رسنۍ راپورونه ورکوي او وايي، چې اوکرایني پوځيان د چټک پرمختګ او روسي پوځيان بيا د چټک شاتګ پر لور دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې اوکرایني پوځيانو تر دې دمه شاوخوا زر میله سیمه نیولې ده او روسي پوځيانو بيا خپلې وسلې، تجهيزات او ټانکونه هم تر شا پرې اېښي او تښتیدلي دي.

هاخوا روسیه بیا وایي، چې د ایراني بې پيلوټو الوتکو کارونه یې په اوکراین کې پيل کړي دي او‌ د روانې جګړې له پرمختګ خبر ورکوي، خو اوکراین بیا وایي چې تېره ورځ یې د ایران یوه بې پيلوټه الوتکه هم ویشتې او راغورځولې ده.

Back to top button