پروان کې د یو‌ه زندۍ شوي کس مړی موندل شوی

د پروان يوه ځايي سرچينه وايي، چې د دغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو امنيتي مسؤلين د یوه مړي موندل کېدو خبر ورکوي. 

سرچينه د بګرام ولسوال عبدالرحیم احمد له قوله وایي، چې د دغه کس مړی یې تیره ورځ د سهار شاوخوا ۹ بجې موندلی دی.

د هغه په وینا، وژل شوی کس د سیم په تار زندۍ شوی او بيا يې مړی په یوې غټې بوجۍ کې اچول شوی دی.

سرچينه د بګرام ولسوال له قوله واځوايي، چې تراوسه یې د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوځ، خو د هغه په وينا، کشفي او استخباراتي مسؤلينو یې په تړاو پلڅ پیل کړې دي.

Back to top button