میدان وردګ کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

د میدان وردګ په مرکز میدان‌ ښار کې د کشمیري کلا سیمه کې یوې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د میدان وردګ په ښار کې نن سهار شپږ بجې د مازدا او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان‌وردګ د ټرافیکو مدیریت هم دا خبر تاییدوي او زیاتوي چې موټر چلوونکی په تېښه بریالی شوی، خو طالبانو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

Back to top button