رينا امیري: د‌ ښوونځيو تړل دين او کلتور سره تړاو نه لري

د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازې رينا اميري، د طالب سرپرست حکومت د پوهنې وزير په ځواب کې ويلي، چې د ښوونځيو تړل له دين او کلتور سره هيڅ تړاو نه لري. 

هغې تازه دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې پکتیا کې د نجونو ځيني ښوونځي د سيمې خلکو او ښوونکو له لوري پرانيستل شوي وو، خو له يوې لنډې مودې وروسته د طالب سرپرست حکومت له لوري بېرته وتړل شول.

د طالبانو دې کار په غبرګون کې يو شمېر پکتياوالو نجونو زده کوونکو لاریون هم وکړ او د خپلو ښوونځيو د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې کړې.

همداراز د طالب سرپرست حکومت د پوهنې وزير هم اروزګان کې خبريالانو ته په خپلو خبرو کې ويلی، چې دغه ولايت کې له ښاره بهر خلک د نجونو له زده کړو سره مخالفت لري او دوی د همدې کلتوري محدوديتونو له کبله د نجونو ښوونځي نه پرانيزي.

مېرمن رينا اميري په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو لګولو په تړاو خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې ورته تګلارې به افغانان د لا ډېر فقر او نهيلۍ لور ته بوځي.

په ورته وخت کې د اروزګان خلکو هم د طالبانو د پوهنې سرپرست وزير پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دوی د نجونو د زده کړو سره مخالفت نه لري او طالبانو یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټول ښوونځي پرانيزي.

Back to top button