امریکا په افغانستان کې خلک په نشه روږدي کړي

د امریکا د حضور پر مهال په افغانستان کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال د نشه يي توکو کاروبار او پر دغه ناوړه پدیده د روږدو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

دغه آژانس وایي، افغانستان ته د امریکا د راتګ یوه موخه دا وه چې دوی به د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي، خو نه یوازې دا چې مبارزه یې نه کوله، بلکې څومره چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ډېرېدل دومره د نشه يي توکو کاروبار ورسره پراخه کېده.

یاد خبري آژانس زیاتوي، چې له امریکا سره د کار پر مهال زرګونه افغانان او قرار دادیان هم په نشه يي توکو روږدي شوي او له همدې سره اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه وګړي په نشه يي توکو اخته دي.

Back to top button