هيدر بار: افغانستان کې د وضعيت بدلون تمه نشته

د بشري‌ حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار وايي، چې نړۍواله ټولنه دې نور په افغانستان کې د وضعیت بدلون تمه نه کوي. 

هغې همداراز ويلي، چې طالب سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانېستلو ته هوډ نه لري.

هيدر بار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځيني ښوونځي د لېسو مدیرانو او د سيمې خلکو له لوري پرانېستل شوي وو، خو دوه ورځې وړاندې د طالب سرپرست حکومت له لوري بېرته وتړل شول.

ورسره جوخت په ياد ولايت کې د نجونو ښوونځیو د بېرته تړل‌ کېدو په غبرګون کې يو شمېر پکتياوالو نجونو لاریون وکړ، خو د طالب امنيتي مسؤلينو له لوري د لاريون پراختيا مخه ونيول شوه.

په پکتيا ولايت کې د طالب سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو بندېدل په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي او له ياد حکومت څخه غوښتنه کوي، څو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بېرته پرانيزي.

Back to top button