سریلانکا د اسیا کپ اتلولي وګټله

سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا کپ سياليو په پای لوبه کې پاکستان ته ستره ماته ورکړه. 

د سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا کپ سياليو په پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲م کال اسيا کپ سياليو اتلولي يو ځل بيا په خپل نوم کړه.

د اسيا کپ سيالۍ د روان زېږديز کال د اګست مياشتې په ۲۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وې، چې نن د سريلانکا له لوري پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای ته ورسېدې.

په اسيا کپ سياليو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سفر په دوه برياوو او درې ماتو سره پای ته ورسېد او همداراز يو شمېر افغان لوبغاړي تېره ورځ کابل ته ورسېدل.

Back to top button