سېلاب بنسټ ننګرهار کې ځوانانو ته ډله ییز وادونه کوي

دحاجي سيد احمد سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې ۲۰۰ ځوانانو ته ډله ييز وادونه کوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، چې حاجي سيد احمد سېلاب د ننګرهار له والي سره لیدلي او په دغه ولایت کې یې د ۲۰۰ ځوانانو ډله ييز واده پروګرام تر سره کولو کې د همکارۍ غوښتنه ترې کړې ده.

د سېلاب خیریه بنسټ له لوري تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځوانانو ته د ډله ییزو ودونو مراسم نیول شوي دي.

د یاد بنسټ مشر حاجي سیداحمد سېلاب وایي، چې یاد کار په هېواد کې د بې ځایه رواجونو، لوړو مصرفونو د لمنځه وړلو په موخه کوي.

هغه د ننګرهار له قومي مشرانو او سوداګرو څخه غوښتي چې د یادو مراسمو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

Back to top button