امریکا کې افغانانو د افغانستان ورخ ونمانځله

په امريکا کې د زرګونو افغانانو له لوري د افغانستان ورځ ونمانځل شوه.

په امریکا کې ميشتو افغان کډوالو رسنيو ته ویلي، چې د ‏امریکا په ورجینیا ښار کې د افغان کور ټولنې له لوري د افغانستان ورځ ونمانخل شوه.

د دې ټولنې مسوولین وایي، چې د امریکا له بېلابېلو ښارونو څخه شاوخوا لسو زرو افغان کډوالو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال اګسټ میاشتې را په دې خوا زرګونه هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره دنده ترسره کړې وه امریکا ته لېږدول شوي دي.

Back to top button