پکتیا کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې لاریون

پکتیا کې نجونو د ښوونځیو بېرته تړل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

د پکتیا اوسېدونکو او د ښوونځیو مدیرانو تېره اوونۍ په دغه ولایت کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي پرانسیتي وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبېح الله مجاهد د ښوونځیو تر پرانیستلو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې له پوهنې وزارت پرته بل څوک د ښوونځیو پرانیستل کېدو سلاحیت نه لري او په دې اړه به څېړنې وکړي.

د پکتیا ځايي چارواکي پرانیستي ښوونځي بېرته تړلي او نجونو یې هم نن په غبرګون کې لاریون کړی دی.

د پکتیا نجونو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې چې ښوونځي یې ونه تړي او پرېږدي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

Back to top button