طالبانو دوه پاکستانيان له ټابليټ کا سره نيولي

طالبانو په کابل کې دوه تنه پاکستانيان د ټابليټ کا قاچاق په تور نيولي دي.

د طالب سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو ویلي، چې په کابل کې يې د ټابلېټ کا د پلور او قاچاق په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه پاکستانیان چې خور او ورور دي، نیولي دي.

د طالب سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه د نیول شویو کسانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه دوې یې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له شاوخوا درې زره ټابلېټ کا ګولیو سره یوځای نیولي دي.

په ویډیو کې نیول شوي کسان پر خپل جرم اعتراف کوي او وايي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې افغانستان ته نشه يي توکي راوړل او همدا یې کاروبار و.

Back to top button