طالبانو پر هلمند او پکتيا د ډرون هوايي بريدونه رد کړل

د‌ طالب سرپرست حکومت دفاع وزارت وايي، چې د دوی پر منصوري او عزم قول‌ اوردو ګانو هوایي بریدونه نه دي شوي.

د طالب سرپرست حکومت د دفاع وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې پکتیا کې پر منصوري او همداراز د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر عزم قول‌ اردوګانو د امريکايي ډرون الوتکو هوايي بریدونه نه دي ترسره شوي.

د ياد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي تېره ورځ پر خپله شخصي ټویټرپاڼه لیکلي، چې زموږ پر قول‌ اردوګانو د بریدونو ادعاوې ناسمې دي او په دې اړه يې ټول خپاره شوي خبرونه ناسم بللي.

د طالب سرپرست حکومت د دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې ځينو کورنیو او بهرنیو معتبرو رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ او د پکتيا مرکز ګردېز  پر منصوري قول اردوګانو امریکايي ډرون الوتکو هوايي بريدونه کړي.

Back to top button